په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د پاکې هوا نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، خوندي او پاک چاپېریال د بشر یو له اساسي حقونو دی خو په نړۍ کې اوس ۹۹ سلنه خلک ککړه هوا تنفس کوي چې د هوا د دې ککړتیا مخنیوي لپاره ګډ اقدام ته اړتیا ده.
نن د پاکې هوا نړۍواله ورځ ده؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۹ زېږیز کال کې دغه ورځ «د شنه اسمان لپاره پاکه هوا» ونوموله او په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په اوومه ونمانځل شوه.
د یادې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «خوندي او روغ چاپېریال د بشر یو حق دی، خو اوس د نړۍ ۹۹ سلنه خلک ککړه هوا تنفس کوي چې د ژوند پر هر اړخ یې اغېز پرېږدي.»
سرچینې لیکلي، د پاکې هوا نړۍواله ورځ د چټکو حللارو او ګډ اقدام لپاره بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي څو د ټولو لپاره د پاکې هوا له شتونه ډاډ ترلاسه شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هوا ککړتیا یو نړۍوال بېړنی حالت دی چې مخنیوی یې کېدای شي.
هغه لیکلي: «موږ کولای شو د نوېکېدونکې انرژۍ برخه کې په پانګونې، د کثافاتو مدیریت په ښه کولو، د ځنګلو په نه وهلو او د چاپېریال دوستانه کرنې ته په ودې ورکولو سره د ککړتیاوو مخه ونیسو. راځئ چې د ټولو لپاره د پاکې او تنفس وړ هوا لپاره بېړني ګامونه پورته کړو.»
د یادونې ده، یوناما په ۲۰۲۱ کال کې راپور ورکړی و چې په دغه کال کې په نړۍ کې ۸،۱ میلیون انسانانو د هوا ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکړی او په میلیونونو خلک یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي دي.
Views: 4