د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو لپاره د جاپان د غیرخوراکي توکو مرسته کابل ته رارسېدلي او روسيې هم له دغو زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰ ټنه خوراکي توکي را استولي دي.
افغانستان کې د جاپان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن سهار د دغه هېواد بېړنۍ مرستې چې خیمې او کمپلې په کې شاملې دي، کابل ته راورسېدې او د سره صليب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.
سرچینې زیاته کړې چې یادې مرستې به ډېر ژر د هېواد ختیځ کې زلزلهځپلو ته ووېشل شي.
په خبرپاڼه کې دغهراز ټینګار شوی چې جاپان به د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي .
دغهراز، د راپورونو له مخې، د روسیې د بېړني وضعيت وزارت د خپلو بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه د افغانستان په ختيځ کې زلزلهځپلو ته رالېږلې ده.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو یاده جوپه کې ۲۰ ټنه خوراکي توکي شامل دي او د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان له مخې افغانستان ته لېږل شوې ده.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ويلي و چې د کونړ په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی او په زلزلهځپلو سيمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي.
یاده زلزله د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر کې وشوه او ډېر زیان او مرګژوبله يې په کونړ کې اړولې ده.
Views: 1