د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي راوړي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې د قطر د پرمختیا صندوق له لوري برابرې شوې چې د دوو ګرځنده روغتونونو ترڅنګ پهکې خوراکي توکي، درمل او د سرپناه اړين توکي شامل دي.
سرچینه لیکي چې له دغو مرستو به شاوخوا ۱۱ زره زلزلهځپلي برخمن شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت د وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ او د ژغورنې نړۍوال ټیم په ملتیا افغانستان ته رارسېدلې دي.
د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې د افغانستان کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زیانونه واړول.
زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی دی.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت تېره ورځ ویلي وو چې د کونړ په زلزله کې تر هغه مهاله د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړ شوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
Views: 9