د طالبانو مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سيمو کې نن هم د ژغورنې عملیات روان و؛ د کونړ په زلزله کې تردې دمه د مړو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړشوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.
دغه زلزله چې د دوشبنې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده. زلزلې ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو په ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان کې یې هم زیانونه اړولي دي.
ترټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې اوښتې ده.
چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې کونړ کې د زلزلې له امله د شهيدانو مجموعي شمېر۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی دی او دغهراز د تخريب شوو کورونو شمېر تر ۵۴۱۲ پورې رسېږي.
خو د طابانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تر دا مهاله د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷ او د زخميانو شمير ۳۳۹۴ ته رسيدلی او په يادو سيمو کې ويجاړ شوي کورونه ۶۷۸۲ ته رسېږي.»
هغه زیاتوي: «د ژغورونکو ټيمونو له خوا ټوله ورځ تر خاورو لاندې بند پاتي باقي خلکو د را ايستلو او د زخميانو د انتقال عمليات روان وساتل چې زخمیان د الوتکو په وسیله روغتونو ته انتقال شول.»
هغه زیاته کړې، ډېری زیانمنې سيمې تر پوښښ لاندې راغلي، د زلزلې سيمو ته تړل شوې لارې د تګ راتګ پر مخ خلاصې شوې او رسېدنه ورته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، د ځينو هيوادونو له لوري د ژغورنې مسلکي ټيمونه رالېږل شوي چې د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخلي او ټولې حکومتي ادارې د خلکو په ملتيا هڅه کوي چې د متضررينو سره مرسته وکړي.
Views: 8