د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د خپلې دویمې لوبې په موخه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان او اماراتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به په دغو درې اړخیزو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د سپټمبر په دویمه له پاکستان سره ترسره کړي.
Views: 6