د راپورونو له مخې، د یمن پر پلازمېنه صنعا ښار د اسرائیلو هوایي برید کې د حوثیانو لومړی وزیر احمد غالب الرهوي او یو شمېر نور وزیران وژل شوي دي.
الرهوي د یمن په هغو سیمو کې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله چې د حوثيانو تر کنټرول لاندې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، حوثيانو د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې احمد غالب الرهوي د تېرې پنجشنبې ورځ پر صنعا ښار د اسرائیلو په برید کې له یو شمېر نورو وزیرانو سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حوثیانو د وژل شوو وزیرانو کره شمېر نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې احمد غالب الرهوي په یو ورکشاپ کې له نورو وزیرانو سره ناست و چې بريد پرې وشو.
په راپور کې راغلي چې د حوثیانو د سياسي شورا مشر مهدي المشاط ویلي: «موږ غچ اخلو او د زخمونو له ژور درده به بریا جوړه کړو.»
المشاط د غزې خلکو ته په خطاب کې ویلي: «د غزې خلکو ته وایو چې زموږ دریځ ثابت دی او تر هغې به دوام لري څو چې یرغل پای ته ورسېږي او محاصره لرې شي، که هر څومره ستونزمن هم وي.»
په راپور کې راغلي، لا تر اوسه نه ده څرګنده چې د پنجشنبې په هوایي برید کې څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی خو اسرائیلي رسنیو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلو د حوثي کابینې ټول غړي په نښه کړي چې پهکې لومړی وزیر او ۱۲ نور وزیران شامل دي.
Views: 4