د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لومړۍ لوبه کې نن (جمعه) د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د هېواد فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې د ایران له لوبډلې سره لوبه کوي.
ورته مهال، د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو پرون خپل وروستي تمرینات ترسره کړل.
د یادونې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په (بي) ګروپ کې له ایران، هند او تاجکستان لوبډلو سره لوبېږي.
Views: 2