د بهرنیو چارو وزارت، په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان د ډرون بريدونو په غبرګون کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او د احتجاجليک د ورسپارلو ترڅنګ یې ویلي چې «دغه ډول بېمسؤولیته کړنې تر شا حتما عواقب لري.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه وزارت«د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاجليک يې وروسپاره.»
خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا څرګند نقض او پاروونکې عمل بولي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغهراز وایي، پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه دوی ته سره کرښه ده او «دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.»
Views: 7