د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د مسکو او کېیف ترمنځ د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هڅو سربېره، د پوتین او زلینسکي ترمنځ هیڅ کومه لیدنه پلان شوې نه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له اېنبيسي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي د یوې هوکړې لپاره د ټرمپ وړاندیز شوي شرایط رد کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلینسکي ترمنځ هیڅ کومه لیدنه په پلان کې نشته.
هغه دغه راز ویلي: «پوتین چمتو دی څو د یوې تګلارې تر جوړېدو له زلنسکي سره وګوري او د کار دا تګلاره اصلاً چمتو نه ده.»
لاوروف څرګنده کړې: «ولسمشر پوتین په ښکاره وویل چې لیدنې ته چمتو دی، په دې شرط چې دغه لیدنه واقعاً د کار اجنډا وي.»
هغه ادعا کړې چې اوکراین د سولې د هوکړې پر لور د پرمختګ مخنیوی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تېره اونۍ یو شمېر اروپايي هېوادونو له رهبرانو سره تر کتنې وروسته وویل چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
Views: 1