د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وايي، ملي لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس اووهپنځوسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ او دا د برونزو څلورم مډال دی چې افغان لوبغاړي یې په دې سیالیو کې ګټي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیايي سیالیو کې په ۱۰۰ کیلو وزن کې د برونزو مډال ترلاسه کړ چې په دې سره افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې څلور د برونزو مډالونه وګټل.
په دغو سیالیو کې له دې مخکې هم نایب مبارز، بیتالله ځدراڼ او یاسر سمیر احسان د برونزو درې مډالونه ګټلي وو.
د یادونې ده، د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب ترسره شوې چې شپږ افغان ورزشکارانو پهکې ګډون کړی و.
Views: 6