د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اورلوبې توکو یوه ګودام کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون په کراچۍ ښار کې «تاج طبي مجتمع» ته نږدې له ګڼېګوڼې په یوه ډکه ساحه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د اورلوبې توکو جوړولو خام توکي د یوې ودانۍ په تلخونه کې ځای پر ځای شوي وو چې ښايي د سرکټ د شارټۍ له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د چاودنې لامل شوې وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې دغې درېپوړیزې ودانۍ ته زیان رسېدلی او کانکریټي دېوالونه یې پر لاندې پارک شوو موټرو غورځېدلي دي.
Views: 12