د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ۵۰ اوریز نړۍوال جام لپاره د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.
د کرکټ نړۍوالې شورا نن په یوه راپور کې ویلي چې د راتلونکې ۲۰۲۶ کال د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ۵۰ اوریز نړۍوال جام کې د ۱۶ لوبېدونکو لوبډلو نوملړ بشپړ شو.
سرچینې زیاته کړې، دغو سیالیو ته د افغانستان په ګډون هند، اسټرالیا، انګلیستان، بنګلهدېش، سوېلي افریقا، نیوزلینډ، ایرلینډ، پاکستان، زمبابوې، ویسټنډیز، سریلانکا، امریکا، سکاټلینډ، جاپان او تنزانیا هېوادونو لوبډلو لار موندلې ده.
د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو نړۍوال جام سیالۍ د نمیبیا او زمبابوې هېوادونو په کوربهتوب ترسره کېږي.
د یادونې ده، د یاد نړۍوال جام ترسره کېدو کره نېټه لا نه ده اعلان شوې خو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې ترسره شي.
Views: 5