د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې واخیست.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني په ۴۸ کیلوګرام وزن کې د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې خپلو قزاقستاني او اماراتي سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال اخیستو ترڅنګ یې دویم مقام ترلاسه کړ.
د تکواندو نړۍوالې ازادې سیالۍ د اګسټ په ۱۴مه د قزاقستان په کوربهتوب پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې چې له افغانستانه ۱۳ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو او لویانو کټګوریو کې ګډون کړی و.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي حمکتالله زین خپل عربستاني او قرغیزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه.
Views: 5