د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، غواړي خبریالان د بشري هڅو لیدو لپاره غزې ته د دننه کېدو اجازه ولري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې غواړي خبریالان غزې ته داخلېدو اجازه ولري.
هغه زیاته کړې: «زه پرته له شکه غواړم چې دغه کار وشي؛ زه د خبریالانو له تګ سره بشپړ موافق یم، لکه څنګه چې پوهېږئ، که خبریال یاست، په داسې حالت کې واقع کېدل ډېر خطرناک دي خو زه غواړم دا ووینم.»
اسرائیل د جګړې پر مهال بهرنیو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د اسرائیل پوځ له ملتیا پرته غزې ته داخل شي.
د یادونې ده، د خوړو د کمښت، د لوړو بیو او د اسرائیل له خوا د مرستو کاروانونو د مخنیوي د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
Views: 1