د راپورونو له مخې، د هند په کشمیر کې د سختو سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه، ۵۰ ټپیان او لسګونه نور نادرکه شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه سېلابونه پرون د کشمیر د «کشتوار» ولسوالۍ په «چیسوتي» سیمه کې راوتلي دي.
کشمیر کې د پېښو د مدیریت یوه لوړپوړي چارواکي محمدارشاد ویلي، تر اوسه ۵۶ جسدونه موندل شوي، شاوخوا ۸۰ تنه لا هم نادرکه دي او ۳۰۰ تنه نور ژغورل شوي چې له ډلې یې ۵۰ تنه سخت ټپیان دي.»
راپور کې راغل، د تلفاتو د ډېرېدو احتمال شته؛ ځکه سېلابونو ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي یا یې له ځان سره وړي دي.
د هند د هواپېژندنې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې له ناامنو او خطرناکو سیمو لرې واوسي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې چې له زیانمن شوو کسانو سره به هر ډول ممکنه مرسته وکړي.
Views: 1