افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي.
افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې ((UN-Habitat پروګرام نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ۱۹۵۰ کال کې یوازې ۵ سلنه افغانان په ښارونو کې اوسېدل، په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۲۵ سلنې ته رسېدلې او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ پورې ۵۰ سلنې ته لوړه شي.
یاد سازمان د دې ترڅنګ چې وايي د افغانستان ښارونه د دومره چټکې ودې لپاره چمتو نه دي، زیاتوي: «موږ باید اوس د بدلون لپاره د مثبت محرک په توګه له ښاري کېدو د ګټې اخیستنې لپاره عمل وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ احصاییوي کلني راپور پر اساس، د افغانستان نفوس ۳۵.۷ میلیونه اټکل شوی چې یوازې شاوخوا ۹ میلیونه یې په ښارونو کې ژوند کوي.
Views: 0