د امریکا ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې مخکې ویلي چې کېیف او مسکو دواړه باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.
رویټر خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه) په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري ناسته کې ویلي چې روانه اونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو کې دا ژر څرګنده شي چې ایا دی غواړي د اوکراین جګړه پای ومومي او کنه.
هغه له پوتین سره د خپلو خبرو په اړه ویلي: «دا واقعاً یوه احساسي جلسه ده.»
هغه ویلي چې «ښايي په لومړیو دوو دقیقو کې» متوجه شي چې ایا پرمختګ امکان لري یا نه.
هغه زیاته کړې: «زه به هغه ته ووایم چې تاسو باید دغه جګړه پای ته ورسوئ.»
د امریکا ولسمشر څرګنده کړې چې د متحده ایالتونو موخه د دې درېنیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سملاسي اوربند ټینګښت دی. دغه راز هغه ټینګار کړی چې کېیف او مسکو دواړه باید د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.
په همدې حال کې، په راپور کې راغلي چې اروپايي مشران او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي غواړي د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین له لیدنې مخکې، د هغو اندېښنو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي چې ښايي واشنګټن پر اوکراین د نامطلوبه سولې شرایط تحمیل کړي.
د راپور له مخې، ټرمپ اوکراین ته د نورو امریکايي وسلو لېږد ته د اجازې په ورکولو او د روسیې د تېلو پر پېرېدونکو هېوادونو د تعرفو لوړولو په ګواښ سره، د مسکو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی خو په اروپا کې دا اندېښنې شته چې ښايي هغه پر یوې داسې هوکړې سلا شي چې د کېیف له لوري به د ډېر امتیاز ورکولو لامل شي.
د یادولو ده، ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د درېنیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره د راتلونکې جمعې په ورځ د امریکا په الاسکا کې وګوري.
کرملين هم د دې ناستې په تایید سره ویلي چې دوه مشران به د اوکراین د ناورین د سولهییز او دوامداره حللارې پر پیدا کولو تمرکز وکړي.
Views: 1