د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې یاده چاودنه د دوشنبې په ورځ په کلیرتون کوک ورکس کارخونه کې شوې ده.
چارواکو ویلي چې تر اوسه د چاودنې لامل روښانه نه دی او له ځايي خلکو غوښتل شوي چې د لوګیو تر ورکېدو د خپلو کورونو کړکۍ بندې وساتي.
د راپورونو له مخې، «کلیرتون کوک ورکس» امریکا کې د کوک تولید تر ټولو لویه کارخونه ده چې شاوخوا یو زر ۳۰۰ کسان کار پهکې کوي. کوک جامد سونتوکي دي چې د ډبرو له سکرو ترلاسه او د فولادو په تولید کې ترې استفاده کېږي.
Views: 8