د الجزیرې مشهور خبریال انس الشریف له خپلو څلورو همکارانو سره په غزه کې د اسرائیل هوايي برید له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه برید یکشنبې ماښام شوی او په کې الشریف او محمد قریقه دوه خبریالان او ابراهیم زاهر، محمد نوفل او مؤمن علیوه انځور اخیستونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، انس الشریف ۲۸ کلن و او د غزې په شمال کې د پېښو د پراخ پوښښ له امله مشهور شوی و؛ نوموړي له وژل کېدو څو ساعته مخکې پر خپله اېکسپاڼه د غزې ښار پر ختیځ او سوېلي برخو د اسرائيلي ځواکونو د سخت او متمرکز بمبار په اړه خبر ورکړی و.
الجزیرې شبکې په یوه اعلامیه کې دغه پېښه «د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې ښکاره او قصدي برید» بللی او دا یې د هغو خبریالانو د غږ چوپ کولو هڅه یاده کړې چې د غزې د اشغال او ورانولو حقایق بربنډوي.
د راپورونو له مخې، له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې پر وړاندې د اسرائیل جګړه پیل شوې، په دې سیمه کې له ۲۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې څو یې د الجزیرې اړوند وو.
Views: 1