د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان د کډوالو د راستنېدنې له یوې لویې څپې سره مخ دی او دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو دې وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ بودجه ځانګړې کړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د راستنېدونکو افغان کډولو وضعیت ته د رسېدنې په موخه په بېړنۍ توګه د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کړې؛ ځکه د دې ادارې په وينا، افغانستان له د کډوالو د راستنېدنې له یوې لویې څپې سره مخ دی.
د دغه سازمان په وينا، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له مياشتې تر اوسه، له ايران او پاکستانه تر څلور ميليونه ډېر افغانان راستانه شوي چې له ډلې یې يوازې په ۲۰۲۵م کال کې له ۱.۵ ميليونه ډېر کسان راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پولو او د بېرته راستنېدنې په سيمو کې د زياتېدونکو اړتياوو د ځواب لپاره، د کډوالۍ نړۍوال سازمان د خپلو اقداماتو د پراخولو لپاره د اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.
د دې سازمان په وينا، له بېړنی ملاتړ پرته به شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا میلیونونه کسان له ګواښ سره مخ کوي.
محمد عبدیکر، د کډوالۍ نړيوال سازمان د دفتر مشر چې روانه اونۍ يې افغانستان ته سفر کړی، ويلي: «ما له هغو کورنيو سره خبرې وکړې چې د ايران پولې ته رسېدلي وو، ډېر ستړي وو، ډېری يې کوچني ماشومان لرل او د تګ لپاره یې هېڅ ځای نه درلود.»
نوموړي زياته کړه چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د سرحدي کنسرسیوم د مسوول په توګه ټولې هڅې کوي، خو دا مهال يوازې کولای شي له هر لسو اړمنو يوازې له یوه سره مرسته وکړي؛ دا هغه حالت دی چې هېڅوک یې نهشي زغملای، افغانستان بايد هېر نه شي.
Views: 7