سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي راتلونکې اونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دا به د ۲۰۲۱ کال په جون کې د پوتین او جو بایډن ترمنځ له لیدنې وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لومړنۍ لیدنه وي.
نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې ټرمپ له اروپايي مشرانو سره ټیلېفوني اړیکه کې ویلي، غواړي لومړی له پوتین سره وګوري او وروسته د پوتين او زلنسکي ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه کړي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي: «ډېر امکان لري چې ژر به یوه لیدنه وشي.»
د سپینې ماڼۍ ویاند کارولین لیویټ زیاته کړې چې روسیې له ولسمشر ټرمپ سره لیدنې ته لېوالتیا ښودلې او ټرمپ هم چمتو دی چې له دواړو ولسمشرانو پوتین او زلنسکي سره وګوري.
دغه ډیپلوماټیکې هڅې له هغه ضربالاجل دوه ورځې وروسته پیل شوې چې ټرمپ روسیې ته په اوکراین کې له سولې سره د هوکړې لپاره ټاکلی و، کنه پرته له هغه به روسیه له سختو بندیزونو سره مخ شي.
Views: 1