د راپورونو له مخې، ګانا کې د یوې نظامي چورلکې لوېدو پېښه کې د دغه هېواد د دفاع او چاپېریالساتنې وزیرانو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویترز راپور ورکړی چې د ګانا دفاع وزیر ادوارد اومانه پرون له شپږو نورو کسانو سره د یوې نظامي چورلکې لوېدو پېښه ژوند له لاسه ورکړ.
راپور کې دغه راز راغلي چې په دې پېښه کې د چاپېریالساتنې وزیر ابراهیم مرتضی محمد هم شامل دی.
تر اوسه د یادې چورلکې لوېدو لامل نه دی څرګند شوی.
ادوارد اومانه بواما چې مخکې د مخابراتو وزیر و، په جنورۍ کې وروسته له هغه چې جانمحمد بېرته واک ته ورسېد، د دفاع وزیر وټاکل شو. تمه وه چې نوموړی به د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
Views: 7