د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پياوار کارتلرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، د کډوالۍ د ټولو کارتونو د قانوني اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې او له دې وروسته به یې لرونکي «غیرقانوني» ګڼل کېږي او باید له دغه هېواده ووځي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، یواېناېچسيار د پاکستان پر هغې پرېګړې اندېښنه څرګندوي چې له مخې یې هلته مېشت «پياوار» کارتلرونکي افغانان ایستل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، دې ادارې په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د پياوار کارتلرونکو په ګډون د افغانانو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د پياوار کارتلرونکي، کډوال ګڼل کېږي او د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې پاکستان دې ناروغانو، زدهکوونکو او هلته واده کړو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او په باعزته توګه ترسره شي.
هغه وویل چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې تمدید شوي دي.
د یادونې ده، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د زمري په اتمه د یو کلنو لاستهراړونو د تشریح پرواګرم کې ویلي چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تمدید شوي دي.
Views: 1