د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام نن (یکشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې پراخېږي.
یاد بنسټ زیاته کړې: «د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په موخه په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د یاد بنسټ په وینا، تر ټولو ډېر زیانمن مېرمنې، ماشومان او راستانه شوي کسان دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې ۵۱۱ زره اړمنو کسانو سره مرسته کړې ده.
Views: 1