د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه غواړي، په دغه هېواد کې مېشت ځيني خطرناک مجرم کډوال درېیمو هېوادونو ته واستوي.
رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، د ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې ځیني خطرناک مجرمین باید درېیم هېواد ته واستول شي؛ ځکه هغوی به خپل هېوادونه هم ونه مني.
خو سرچینې زیاته کړې، په دې وروستیو کې پنځه کسان له ورته برخلیک سره مخ شوي وو خو هغوی د څو اوونیو په ترڅ کې خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي.
په راپور کې راغلي، ولسمشر ټرمپ پلان لري چې په متحده ایالتونو کې ګڼ شمېر هغه کډوال وباسي چې په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.
راپور کې زیاته شوې، د ټرمپ اداره هڅه کوي چې درېیم هېواد ته د کډوالو ایستلو لړۍ کړندۍ کړي او محکوم شوي مجرمین به د سوېلي سوډان او اسواتیني په څېر د افریقا د سوېلي صحرا هېوادونو ته واستوي.
Views: 3