د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې اوسمهال افغانان د بېوزلۍ، بېځایه کېدو، زلزلو او اقلیمي بدلونونو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او تر بل هر وخت ډېر نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش چې په قزاقستان کې یې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدار پرمختګ د موخو د مرکز په پرانیستغونډې کې خبرې کولې، ویلي چې دغه مرکز به د سیمهییزو شریکانو او نړۍوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.
د نوموری په خبره، د افغانستان خلک د بېوزلۍ، بېځایه کېدو، زلزلو او اقلیمي بدلونونو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار کړی چې افغانستان اوس تر بل هر وخت زیاتې نړۍوالې مرستې ته اړتیا لري.
Views: 5