د راپورونو له مخې، د لیبیا په لوېدیځ کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۵۰ نور لادرکه دي.
رویټرز خبري اژانس د کډوالۍ نړۍوال سازمان له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه د لیبیا په لوېديځ کې د طبرق ښار په سواحلو کې شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي چې تر اوسه ۱۰ کسان ژغورل شوي او شاوخوا ۵۰ نور لا هم لادرکه دي.
د لیبیا د لوېدیځ په بنغازي کې د مصر د کنسولګرۍ یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له رویټرز سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې یاد کډوال د مصر اوسېدونکي دي.
نوموړي زیاته کړې، یاده پېښه کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې پاتې کسان له ناقانوني کډوالۍ سره د مبارزې په یوه مرکز کې ساتل کېږي.
د لیبیا د ساحلي ګارډ یوه چارواکي هم ویلي چې د کډوالو مړي د طبرق ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې د العاغیلا په ساحل کې موندل شوي دي.
د یادونې ده چې طبرق د مصر له پولې سره نږدې یو ساحلي ښار دی.
Views: 7