په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر وايي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د افغانستان، ایران او یواېناېچسيار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( (UNHCRله مشر عرفات جمال سره وکتل.
سرچینه وایي چې د ناستې په پیل کې عرفات جمال افغانستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر وروستی سفر مهم او ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو او راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچینو د جلب لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه کابل ته راغلی و.
دغه راز جمال ویلي، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی څرګند کړی او ژر به یاده ناسته د اسلامي امارت، ایران او یواېناېچسيار د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شي.
د هغه په خبره، په درې اړخيزه تخنیکي ناسته کې به د راستنېدونکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسېږي.
هغه ویلي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به د څو اړخیزو ناستو لړۍ دوام ولري او په نږدې راتلونکې کې به د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان په ګډون له نړۍوالو مرستندویو ادارو سره د مالي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره څو اړخیزه ناسته ترسره شي.
سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې مولوي عبدالکبیر په ایران کې د کډوالو او افغان راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې درې اړخيزه ناسته مهمه یاده کړې او زیاته یې کړې یې ده چې افغانستان له وړاندې یادې ناستې ته چمتو و.
مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د نړۍوالو همکاري اړینه بللې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان خپل امکانات له افغان راستنېدونکو او کډوالو نه درېغوي.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د لیدنې په پای کې د درې اړخیزې ناستې د اجنډا، د ګډونوالو د شمېر او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو په اړه سلا مشورې ترسره شوې.
د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او په شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 1