د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته تللی دی.
عرب نیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې په اپرېل میاشت کې د واشنګټن له لوري د پاکستان پر صادراتو د ۲۹ سلنه تعرفې له اعلانېدو وروسته، د امریکا او پاکستان ترمنځ ځینې خبرې اترې پیل شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسحاقډار چې واشنګټن ته د رسیدو پر مهال یې په امریکا کې د پاکستان د سفیر رضوان سعید شیخ له لوری هرکلی وشو، ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په دې لیدنه او ناسته کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو مهم اړخونه وڅېړل شي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر ودې د ځانګړي تمرکز له مخې به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره لارې چارې ولټول شي.»
Views: 1