د راپورونو له مخې، د برېټانیا لومړي وزیر په غزه کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې هلته د وژنو درولو او مرستو رسولو په موخه به د فرانسې او جرمني له مشرانو سره بېړنۍ ناسته ترسره کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د برېټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي چې په غزه کې د وژنو درولو او د خوراکي توکو رسولو کې د اسانتیاوو لپاره د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د بیړنېو اقداماتو په اړه خبرې کوي.
هغه څرګنده کړې: «دا هغه څه دي چې موږ یې سمدستي د وژنو درولو او د اړتیا وړ خوړو د رسولو لپاره کولای شو.»
هغه زیاته کړې: «هغه کړاو او لوږه چې داوسمهال په غزه کې موجوده ده، د بیان وړ نه ده. په داسې حال کې چې وضعیت له څه مودې راهیسې خراب و، خو اوس نور هم خراب شوی او لا هم په خرابېدو دی. موږ د یوه بشري ناورین شاهدان یو.»
د هغه په خبره، جرمنی او فرانسه هم غزې ته د اړتیا وړ مرستو رسولو برخه کې اجازه ورکولو په تړاو یو نظر لري.
د هغه په وینا، جرمنی او فرانسه هم غواړي چې له ځنډ پرته غزې ته د اړتیا وړ مرستې ورسول شي.
سټارمر یادونه کړې چې د متحده ایالاتو، قطر او مصر له لوري په غزه کې د اوربند له هڅو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې بشري ناورین خپل اوج ته رسېدلی او میلیونونه خلک د خوړو، د څښاک اوبو او طبي خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.
Views: 6