د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د خپل چیني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شو.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هېواد د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږو بالونو د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو سیالۍ کې د چیني سیال چن کوین پر وړاندې د ۴ – ۱ نومرو په توپیر ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شو.
سرچینې ویلي، محمدي د یادو سیالیو د ماسټرانو برخه کې عماني او بحریني سیالانو ته ماته ورکړه، خو د متحده عربي اماراتو له سیاله یې ماته وخوړه او دغه راز د شپږو بالونو برخه کې یې کویټي، بحریني او سکاټلنډي سیالانو ته ماته ورکړه او د چیني سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه.
همدارنګه دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي.
دغه راز، د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربهتوب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.
Views: 1