د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (پنجشنبه، د زمري ۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي: «د کندهار ولایت په سپینبولدک کې د کډوالو لېږدولو امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسناد درلودو سربېره د پاکستان هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او هر یو له یوې تر اوو ورځو بندیان وو.»
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۵مه هم ۱۰۴ تن افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راګرځېدلي وو.
Views: 5