د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله کروندګر له رواني فشار او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځیني یې د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي او له حکومت او نړۍوالو د مرستو غوښتنه کوي.
د چارو شنونکي وایي، حکومت او نړۍواله ټولنه باید له زیانمنو کروندګرو سره اړینې مرستې وکړي، له وچکالۍ سره د مقاومو کښتونو تخمونه ورکړي او پر افغانستان دې لګول شوي بندیزونه لرې شي، څو افغان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
حکومت هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اېفاېاو) مشر له زیانمنو کروندګرو سره لنډمهاله او اوږدمهاله مرستې اړینې بولي، وایي چې دغه اداره دا مهال له کروندګرو سره پر لنډمهاله مرستو تمرکز لري.
اقلیمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.
سخته وچکالي او د کروندګرو اندېښنې
د غور ولایت د مرکز فیروزکوه د کاسي کلي اوسېدونکي سخيداد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال یې له خپلو ځمکو څه ناڅه حاصلات راټول کړل خو سږ کال د یې وچکالۍ له امله پر کرونده لګولي لګښتونه هم نه دي پوره کړي.
هغه زیاتوي: «سږ کال ما اویا منه غنم وکرل، خو اوس په کې اووه دانې هم نه دي راشنه شوي، ۳۰ منه مې وربشې وکرلې چې هغه هم نه دي راشنې شوې، کچالو مې هم وکرل، خو هغه هم د وچکالۍ له امله په ځمکه کې وسوځېدل او یوازې واښه یې ترې پاتې دي.»
دی د همدې ستونزو له امله له خپله رواني حالته شکایت کوي او وایي: «په همدې فکر او چورت کې یم چې اوس څه وکړم او څه ډول خپلو بچیانو ته نفقه برابره کړم… له ډېرې اندېښنې نه پوهېږم څه وکړم، لومړۍ مې خدای (ج) ته تمه ده او دویم حکومت ته چې ملاتړ مو وکړي.»
هغه وایي، حکومت دې بزګرانو ته د داسې کرنیزو توکو تخمونه ووېشي چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت ولري او که د کرنې برخه کې ورسره مرسته نه شي کولای، نو د بل کار زمینه دې ورته برابره کړي.
د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ یو اوسېدونکی شېرمحمد هم وایي، سږ کال یې له ځمکې دومره حاصل اخیستی چې ان خپل لګښت یې هم نه شي پوره کولای.
دی وایي: «پخوا به مې تر شل جریب ځمکه کرله، خو اوس مې زړه ترې مات دی؛ ځکه حاصل نه کوي، د ځمکې اوبه او شی نه برابرېږي، داسې بندونه موږ نه لرو چې د باران اوبه ذخیره کړو.»
په هلمند کې ډېر خلک پنبه، غنم، هندواڼې، لوبیا او کچالو کري او د بېلابېلو مېوو باغونه هم لري.
شېرمحمد وایي: «اوس په هلمند کې داسې ولسوالۍ او داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ شی هم نه کري؛ ځکه اوبه یې نه برابرېږي چې هر څومره برمه وهي، اوبه نورې هم کښته کېږي، چې بیا یې ووهې، اوبه نورې هم کښته کېږي.»
دی زیاتوي: «د حاصلاتو کمښت پر موږ ډېر بد اغېز کړی، ژوند ډېر ګران شوی، له خپلې ځمکې استفاده نه شو کولای، اوس ډوډۍ ته حیران یو، ډېر یې خواشیني کړي یو، اوس ګورو که بل داسې کار پيدا کړو… موږ ته اوس رواني تکلیف پیدا شوی، دواوې کوو، اوس مجبور یو چې دا ځمکې پرېږدو او یو بل کار پيدا کړو.»
د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اړوند د «دلجي» سيمې اوسېدونکی عبدالحی څه باندې دوه کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ سره د وچکالۍ له امله د لښکرګاه ښار ته کډه شوی دی.
هغه د خپلې کډوالۍ په اړه وایي: «دلته چې راغلی یم، په دوو کلونو کې مې د وطن د یوې ورځې خوند نه دی لیدلی، هلته مو اته جریب ځمکه درلوده، هستي په اوبو کې ده، اوس نو چې هلته اوبه تر ۱۵۰ مترو ټيټې شوې دي، ځیني داسې کسان هم شته چې د خپل څښاک اوبه نه شي پیدا کولای.»
دی زیاتوي: «اول ما ته رواني تکلیف پیدا شوی، دغه رواني تکلیف دی چې یو سړی خپل ژوند ته فکر وکړي چې د خپل عیال نفقه نه شي پیدا کولای، دلته (لښکرګاه کې) د پنځو روپیو روزانه نشته.»
د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د ۲۶مې ویالې سیمې اوسېدونکی روحالامین هم په خپله سیمه کې له وچکالۍ سر ټکوي، وایي چې د کروندې لګښت یې هم نه شي پوره کولای.
دی وایي: «څلوېښت سلنه حاصلات کم شوي، مصارف هم زیات دي، دا مصارف چې پسې راواچوې، نو موږ ته هیڅ هم نه پاتې کېږي، وچکالۍ سخت خراب کړي یو او اقلیمي بدلون سخت اندېښمن کړي یو.»
د روحالامین په وینا، دوی په داسې حال کې له وچکالۍ سره مخ دي چې د کورنۍ د لګښتونو لپاره یې کرنه یوازېنۍ عایداتي سرچینه ده.
د نیمروز ولایت د مرکز اړوند د «محمدعمر کردو» سيمې اوسېدونکی حاجي میرحمزه هم له ورته ستونزې شکایت کوي، وایي: «الله (ج) شاهد دی، کښتونه په تاوان دي، بزګر ته له جېب څخه پیسې ورکوم، تراکتور ته له جېب څخه پیسې ورکوم… د اړتیا په وخت کې اوبه نه وي.»
هغه زیاتوي: «اندېښنې ډېرې دي د وچکالۍ له امله، خپلو ګاونډیو ته اندېښمن یم، مالونو ته اندېښمن یم، که سږ کال یې د وچکالۍ له امله خرڅ کړم، کال ته به یې بیا نه شم اخیستلی، اوبه چې نه وي ژوند نه وي، هم دهقان تشویش لري او هم د ځمکې خاوند تشویش لري.»
هغه زیاتوي چې دغه ولایت ته دې د هلمند له کجکۍ بنده د اړتیا پر مهال اوبه ورخوشې شي، څو خلک وکولای شي له خپلو کښتونو حاصلات واخلي.
دی وایي: «وچکالۍ زما په روان هم تاثیر کړی، په دهقانانو یې هم کړی، دهقانان کښت وکړي، بیا وګوري چې نهر وچ دی، بیا یې فکر او طبیعت خراب شي، هر کال تاوان، هر کال تاوان، د دوی خو همدا کښت دی چې حاصلات ترلاسه کړي، همدا ورته پاچاهي ده او که حاصلات ترلاسه نه کړي نو حتماً یې پر روان تاثیر کوي.»
یادو ټولو کسانو له حکومت او نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
«له بزګرانو سره باید د رواني ملاتړ په موخه اړینې مرستې وشي»
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي پژواک ته وویل چې بزګران د نورو خلکو په پرتله د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو ډېر اغېزمن کېږي.
د ده په وینا، بزګرانو ته د وچکالۍ له امله اقتصادي ستونزې پیدا کېږي او دا ستونزې د دې لامل کېږي چې له اندېښنو او رواني ستونزو او ورپسې له نورو ناروغیو سره مخ شي.
ډاکټر وحدت وایي، حکومت باید له زیانمنو بزګرانو سره د رواني او ذهني ملاتړ په موخه اړینې مرستې وکړي او که د کرنې برخه کې کار ورته شونی نه وي، بدیل کاروبارونه دې ورته پیدا کړي څو بوختیا ورته پیدا او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
«بزګرانو ته باید له وچکالۍ سره د مقاومو تخمونو مرسته وشي»
د اقلیمي بدلون د چارو پوه سیدمحمد سلیمانخېل وایي، حکومت او مرستنیدویه ادارې دې له بزګرانو سره مرستې وکړي څو داسې کښتونه وکري چې ډېرو اوبو ته اړتیا ونه لري.
دی وایي، د کرنې او اوبولګولو وزارت او نورې اړوندې ادارې باید کروندګرو ته له وچکالۍ سره د مقاوم کښت کرلو په اړه پوهاوی ورکړي او له وچکالۍ سره د مقاومو کښتونو تخمونه ورته ووېشي.
هغه وایي، د افغانستان حکومت په یوازې ځان څه نه شي کولای، په دې برخه کې باید نړۍواله ټولنه مرسته وکړي.
سلیمانخېل وویل چې پر افغانستان دې بندیزونه لرې شي څو افغان حکومت پروژو او مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
اېفاېاو: له کروندګرو سره پر لنډمهاله مرستو تمرکز لرو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اېفاېاو) مشر ریچارډ ټرینچارډ له پژواک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، یادې ادارې تل د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوو ناورینو پر مهال عاجلې مرستې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «کله چې خلک او د کرنې سیسټمونه د سېلابونو، وچکالۍ یا نورو اقلیمي پېښو له امله زیان ویني، موږ هڅه کوو چې کروندګرو سره مرسته وکړو، په ځانګړې توګه د دې لپاره چې خپل حیوانات ژوندي او روغ وساتي، همداراز، که یې فصلونه له منځه تللي وي، نو موږ باکیفیته، ښه اصلاح شوي تخمونه ورته برابروو څو بیا کرنه پیل کړي.»
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې یادې ادارې په ځینو سیمو کې د اوبو چکډیمونو جوړ کړي، د ملخانو خپرېدو له وژونکي خطر سره د مبارزې برخه کې یې هم کار کړی او اوس هم د اقلیمي بدلون له امله له زیانمن شوو کسان سره د بېړنیو مرستو، د تخمونو د وېش، څارویو ته د خوراک برابرولو، د څارویو واکسین کولو او نورو برخو کې پر بېلابېلو پروژو کار کوي.
هغه وایي، اړینه ده چې د اقلیمي بدلون له امله له زیانمن شوو کروندګرو سره لنډمهاله او اوږدمهاله مرستې وشي.
نوموړی زیاتوي، دا مهال اېفاېاو له کروندګرو سره پر لنډمهاله مرستو تمرکز لري څو د اقلیم اړوند ناڅاپي ضربو (لکه وچکالي او سېلابونه) اغېزې کمې کړي او هغوی ته دا توان ورکړي چې په راتلونکي کې کمزوري نه شي او د اقلیمي ګواښونو پر وړاندې یې مقاومت لوړ شي.
دی وایي، هېوادونه کولای شي د اغېزناکو ملي اقداماتو له لارې د اقلیم له بدلون سره د اړینو تګلارو پلې کولو له لارې مقابله وکړي.
«د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده»
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلاممحمد کاظم شهامت وایي، وچکالي د هېواد د بزګرانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ دی چې ډېری ترې اغېزمن شوي دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د کرنې وزارت د وچکالۍ د اغېزو کمولو په موخه له نړۍوالو همکارو ادارو سره په همغږۍ ځینې پروژې پلې کړې چې په هغو کې د چکډيمونو جوړول، د مرستو وېش، د حیواني او انساني خوراکي توکو وېش او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو کرنیزو تخمونو وېش شامل دي.
دی وایي چې دغه وزارت اوس هم هڅه کوي ورته پروژې پلې کړي خو اړتیا ده چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره نړۍواله ټولنه له افغانستان سره اړینې مرستې وکړي.
Views: 9