د راپورونو له مخې، د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې د هوايي ځواکونو یوې تعلیمي الوتکې لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې سل نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې یاده الوتکه پرون د ډاکې ښار په اوتارای سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي له ودانۍ سره له لګېدو وروسته لوېدلې ده.
په راپور کې راغلي چې د بنګلهدېش د هوايي ځواکونو یاده تعلیمي الوتکه «F-7 BGI» ډوله د چین جوړه وه چې پر ځايي وخت یوه بجه او شپږ دقیقې یې له هوايي ډګره الوتنه کړې وه.
راپورونه ښيي چې د پېښې پر وخت زدهکوونکي په ټولګیو یا د ازموینې ورکولو په حال کې وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې ۱۹ کسان مړه او څه باندې سل نور ټپیان شوي دي.
Views: 2