پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د پاکستان ډان ورځپانې نن راپور ورکړی چې یاده نښته پرون د بلوچستان د عبدالله کلا ولسوالۍ په «توت ادها» سیمه کې د اڅکزو د کاکوزيو او د کاکړو د بادوان قبیلو د کسانو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شوې ده.
راپور کې راغلي، دواړو خواوو له وسلو کار اخیستی چې له امله یې شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د درملنې لپاره د کوېټې ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپور کې دغهراز راغلي، سیمې ته د امنیتي ځواکونو په وررسېدو نښته پای ته رسېدلې او د یادې پېښې د عاملینو د نیولو عملیات یې پیل کړي دي.
Views: 1