د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي پر وړاندې ماتې وخوړه.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو د ماسټرانو برخه کې د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي محمد الجوکر پر وړاندې دوه پر څلور ماته وخوړه.
د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي چې د افغانستان په استازولۍ صالحمحمد محمدي د لویانو او احمد نعمان نعمان د نوو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی.
د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربهتوب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.
د یادونې ده، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي له دې مخکې د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.
Views: 6