د عراق په ختیځ کې د الکوت ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د سختې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي او ۱۱ نور نادرکه دي.
رویټرز نن په یوه راپور کې لیکلي چې د عراق په ختيځ الکوت ښار کې په یو سوداګریز مارکېټ کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي او ۱۱نور نادرکه دي.
په راپور کې د الکوت ښار د یوه روغتیایي چارواکي له قوله لیکل شوي: «موږ د ۵۹ قربانیانو لېست ترتیب کړی چې هویت یې تایید شوی، خو یو جسد دومره سخت سوځېدلی چې پېژندل یې خورا ستونزمن دي.»
راپور کې راغلي چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی، خو د الکوت ښار والي ویلي چې د پېښې د علت په اړه لومړنۍ پلټنې روانې دي او پایلې به یې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې اعلان شي.
Views: 0