له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
که څه هم له اسلامکلا بندره هره ورځ یو زیات شمېر راستانه شوي افغان کډوال په مستقیم ډول تر کابله لېږدول کېږي، خو ځیني راستنې شوې کورنۍ د لنډې مودې لپاره د هرات په مولانا جامي پارک کې ځای پر ځای شوې دي. دغه کورنۍ چې د خلکو له لوري له اسلامکلا بندره تر دغه ځایه رالېږدول شوې، اوس خپلو ولایتونو ته د رسېدو برخه کې له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
له ایرانه تازه راستون شوی او د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی هارون وايي، درې ورځې کېږي په مولانا جامي پارک کې شپې ورځې تېروي او له حکومته غواړي څو خپلو ولایتونو ته په رسولو کې مرسته ورسره وکړي.
هغه د کډوالو د تود هرکلي له امله له حکومتي مسوولینو او د هرات له خلکو مننه وکړه ویې ویل: «که کډوالو ته منظم پروګرام جوړ شي او له اسلامکلا بندره د هېواد مرکز او د امکان په صورت کې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي، نو ښه به وي.»
له ایرانه بل راستون شوی رضا چې له خپلې کورنۍ سره په مولانا جامي پارک کې شپې ورځې تېروي، هم له حکومته وغوښتل څو پلامېنې ته د دوی په لېږد کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «ډېرې کورنۍ دلته ځای پر ځای شوې، د پارک شنه او نمجنه فضا د کډوالو لپاره مناسبه نه ده، په دغسې یو حالت کې ژوند سخت دی؛ له حکومته غواړو څو ژر تر ژره زموږ یوه چاره وکړي.»
بل راستون شوی کډوال جمعهخان چې له خپلې پنځهکسیزې کورنۍ سره دغه پارک ته لېږدول شوی وايي، لس زره افغانۍ نغده مرسته ورسره شوې، خو که تخار ولایت یې په لېږدولو کې مرسته ونه شي، نو د سفر د لګښت ورکولو توان نه لري.
هغه هم په هرات ښار، په ځانګړې توګه په مولانا جامي پارک کې د کډوالو د زیاتې ګڼېګوڼې په اړه اندېښنه څرګنده کړه، په دغه ډول شرایطو کې یې ژوند ستونزمن وباله او ویې ویل چې ژر دې کابل ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې، د هرات په ۱۲مه ناحیه کې د کډوالو د لېږد کمېټې غړی احمدشاه ابدالي د مولانا جامي پارک په زرغونه فضا کې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو پخلی کوي او وايي چې دغه کار یې په ترمینلونو او ښار کې د ډېرې ګڼېګوڼې مخنیوي په موخه کړی دی.
هغه زیاته کړه: «زموږ ټیم هڅه کوي څو د کډوالو د لېږ بهیر په منظم ډول ترسره شي، اوس هم هغه کډوال چې دغه ځای ته رالېږدول کېږي، له لنډې مودې وروسته خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي، دغه راز هغوی ته د خلکو، سوداګرو او حکومت له لوري لنډمهاله اسانتیاوې هم برابرېږي.»
د یادولو ده، په دې وروستیو کې هېواد ته د کډوالو راستنېدو لړۍ زور اخیستی چې د دغه بحران د مدیریت او بېړنیو خدماتو وړاندې کولو لپاره په اسلامکلا بندر کې د حکومت، خلکو او مرستندویه بنسټونو له لوري ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال د روان میلادي کال په جون میاشت کې هېواد ته له ایرانه د نیم میلیون افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوسمهال هره ورځ د هرات د اسلامکلا بندر له لارې تر ۳۰ زره او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې تر ۱۰ زره افغان کډوال په جبري توګه له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.
Views: 2