له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي خو مسوولین وایي، هڅه کوي څو د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبره راهیسې شاوخوا درې ميليون افغان کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېر یې په جبري ډول را ایستل شوي او اوس هم هره ورځ ګڼې کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنېږي.
عبدالرزاق چې څو ورځې مخکې له خپلې کورنۍ سره د پاکستان له کراچۍ ًبېرته کندهار ته راستون شوی وایي چې د کور ډېر وسایل یې همالته ترې پاتې شول.
هغه زیاته کړه: «وطن ته مو زړه و، خو دلته نه کار شته، نه مو سرپناه معلومه ده، شخصي کار پیسې غواړي، موږ خو دغه وس نه لرو، اوس نه پوهېږم له کومه یې پیل کړو؛ ځکه هیڅ پیسې نه لرو او نه دلته څوک پېژنو چې همکاري وکړي.»
محمداکرم چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي وایي، دلته یوازې یو ورور لري خو هغه هم بېوسه دی، نه شي کولای له ده سره مرسته وکړي.
د هغه په خبره: «هلته په پاکستان کې مو لږ تر لږه یو څه مزدوري کوله، د کور ورځنۍ اړتیاوې مو پوره کولې، خو دلته کار نشته او نه هم زما سره پیسې شته چې یو کوچنی کاروبار وکړم، ورور مې شته هغه تر ما غریب دی، د ماښام ګوله نه لري.»
هغه غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه باید د سرپناه ځای او د کار زمینه ورته برابره شي، څو دوی له دغه سخت حالته ووځي.
یو بل راستون شوی عبدالرشید هم وایي: «موږ ته چې فقط د اوسېدو ځای او د یو داسې کار زمینه برابره شي چې کور وساتو، بېخي به خوشحاله یو، اوس کور نه لرو، په کرایي کو کې اوسېږو، بې روزګاره یو، نو چې کار نه وي، څنګه به کرایه ورکړو او څنګه نورې اړتیاوې پوره کړو.»
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست اداري مدیر سردارمحمد وایي، د نورو کسانو ترڅنګ یې راستنو شوو کسانو ته هم د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې څو هغوی کولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي.
هغه زیاتوي، دوی هڅه کوي چې له بېلابېلو موسسو سره راستنو شوو کسانو ته د حرفوي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست اړوند د راستنېدونکو کورنیو د ثبت مسوول اسحاق ادریس وايي، یوازې د اپرېل له میاشتې تر اوسه شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
هغه وویل چې د کورنیو د غړو شمېر شاوخوا ۷۸ زره کسانو ته رسېږي او د بېلابېلو موسسو له لارې یې ورسره اړينې مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د کار د معین مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ د اړوندو وزارتونو د استازو په ګډون راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې نوبتي ناسته کې له امارتي ادارو سره د کارموندنې په موخه د نږدې دوه زره راستنو شوو کسانو ځانګړي لېستونه شریک شول.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه راز به په ټول هېواد کې راستنو شوو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو برنامې پراخې کړي.
Views: 7