د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو بشري حقونو ته پر درناوي، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نړۍوالو قوانینو پر رعایتولو ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې د یاد سازمان عمومي اسامبلې تېره ورځ له افغانستانه د دوامدار ملاتړ لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په کې له کابله غوښتل شوي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي، نړۍوال قوانین مراعات کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې دې پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
د اعلامیې پر اساس، دا په داسې حال کې ده چې په یاد هېواد کې «انساني ناورین» لا ډېر شوی، د راستنېدونکو شمېر لوړ شوی او د لسیزو جګړې اغېزې لا دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي، د یاد پرېکړهلیک متن د «افغانستان وضعیت» تر سرلیک لاندې په ۱۱۷ موافقو رایو، دوو مخالفو (امریکا او اسراییل) او ۱۲ ممتنع رایو تصویب شو او دغه اقدام د افغانستان وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې د پاملرنې دوام ښيي.
په یاد پرېکړهليک کې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د یوه باثبات، له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا، له ترهګرۍ، ناقانونه نشهيي توکو، سازمان شوو جرمونو او فساده پاک دولت جوړولو لپاره د افغانستان د خلکو له هڅو خپل دوامدار ملاتړ اعلان کړی او دغهراز د یوه «قانوني او ټولشموله حکومت» د جوړېدو له هڅو هم ملاتړ شوی دی.
په پرېکړهلیک کې د افغان ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د افغانستان له لوري د نړۍوالو قوانینو پر رعایت، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او پناهغوښتونکو پر برخو ټینګار شوی دی.
د روسیې استازي چې د رایې اچونې غوښتنه یې وکړه، د یاد پرېکړهلیک متن یو اړخیز بللی او ویلي یې دي چې د سیمې هېوادونو وړاندیزونه په کې په پام کې نه دي نیول شوي او دغهراز زیاته کړې یې ده: «ځیني مسایل لکه د افغانستان د شتمنیو ازادېدل او د یو اړخیزو بندیزونو لرې کول په کې په نظر کې نه دي نیول شوي.»
د هند استازي ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې له انساني ناورین سره د مبارزې لپاره هيڅ نوی اغېزناک سیاست نه دی معرفي شوی، له همدې امله هند ممتنع رایه ورکړه.
د ایران استازي ویلي چې د تهران اندېښنې په متن کې نه دي را اخیستل شوې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو له لوري، د بومي لړۍ له لارې او د افغانانو تر واک لاندې وټاکل شي. هغه له طالبانو سره رغنده تعامل د ناورین هوارې لپاره یوازېنۍ اغېزناکه لار بللې ده.
د چین استازي د افغانستان د یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو، د کنګل شوو شتمنیو ازادېدو او د مالي سیسټم د احیا غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
د امریکا استازي چې دغه پرېکړهلیک ته یې منفي رایه ورکړې ویلي: «د طالبانو واک ته له رسېدو څلور کاله وروسته موږ لا هم له هماغو کسانو سره هماغه خبرې کوو، پرته له دې چې کومه پایله مو ترلاسه کړې وي؛ طالبانو د خپلو ناکامیو لپاره لا نور تعامل او سرچینې موندلي دي.»
د المان استازي چې دغه مسوده یې معرفي کړې، په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ ویلي: «له طالبانو سره د تعامل هيڅ بدیل نشته.» نوموړي د دوحې بهیر کې د خپل هېواد فعال ګډون ته په اشاره یادونه کړې چې برلین د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو خوندي راستنېدو برخه کې عملي همکارۍ ته چمتو دی.
د اروپايي ټولنې استازي دغه پرېکړهلیک د افغانستان د دوامدار راتلونکي پر لور یو ګام بللی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې بهیر د یوې ټولشمول سیاسي حل لارې لپاره یوازینی څو اړخیز چوکاټ دی.
د جاپان استازي ویلي، موخه د یوه داسې افغانستان رامنځته کول دي چې خپله او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او نړۍوالې ټولنې ته ور ګډ شي. نوموړي ادعا کړې: «د طالبانو سیاستونه نه یوازې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د اقتصادي پرمختګ مخه هم نیسي.»
د اوزبېکستان استازي ویلي، باید افغانستان ته د لا زیات منزوي کېدو اجازه ورنه کړل شي. نوموړي له کابل سره د عملي او څرګندو خبرو غوښتنه کړې ده.
قطر د دوحې د سولې بهیر کوربهتوب کې خپل رول ته اشاره کړې او هغه یې له افغانستان سره د نړۍوال تعامل لپاره یو بېطرفه بستر بللی دی.
د الجزیرې استازي خبرداری ورکړی چې د کاري او معیشتي فرصتونو د دوامداره نشتوالي له امله خلک ښايي د ژوندي پاتې کېدو لپاره له «تروریستي ډلو» سره یو ځای شي.
پاکستان د افغان کډوالو د کوربهتوب برخه کې د دغه هېواد رول ته په پرېکړهلیک کې د اشارې هرکلی کړی خو زیاته کړې یې ده چې په دغه متن کې میداني واقعیتونو «په ځانګړي توګه د واکمنو چارواکو په توګه د طالبانو رسمیت پېژندلو په اړه څه نه دي ویل شوي.»
د نړۍوال سره صلیب فدراسیون استازي خبرداری ورکړی چې د هېوادونو ترمنځ د لیدلورو اختلاف افغانستان ته د مرستو بهیر ګډوډ او ناهمغږی کړی دی.
Views: 6