د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو پېښې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د پاکستان دنیا ورځپانې نن په یوه راپور کې ویلي چې د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۲۷ ته لوړ شو.
سرچینې زیاته کړې، په مړو شوو کسانو کې نهه ښځې او دوه ماشوما هم شامل دي او تر دې مهاله له نړېدلې ودانې څخه لس کسان ژوندي رااېستل شوي دي.
په راپور کې د ژغورونکو ډلو له قوله لیکل شوي چې د یادې ودانۍ تر خاورو لاندې نورو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیلې کمې شوې دي.
د یادونې ده، یاده پېښه د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار د لیاري په نوم د بېوزلو په یوه سیمه کې شوې او په یاده ودانۍ کې تر سلو کسانو ژوند کاوه.
Views: 7