د راپورونو له مخې، د سومالیا په موګادیشو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله کې پنځو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه چورلکه په سومالیا کې د افریقايي ټولنې د ثبات او ملاتړ ماموریت اړوند وه چې پرون د دغه هېواد د موګادیشو ښار په «عدن عدي» نړۍوال هوايي ډګر کې لوېدلې ده.
سرچینې زیاته کړې، په یاده چورلکه کې اته کسان سپاره وو چې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور د سختو پټونو او سوځېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې په خبره، د لوېدو شدت په چورلکه کې د مهماتو د چاودنې لامل شوی چې له امله یې د سقوط ځای ته څېرمه ځینې تاسیسات ویجاړ شوي او درې ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.
Views: 6