د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان به په راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ شي؛ ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هوا تودوخې او موسمي ناروغیو له امله اغېزمنو کسانو ته د هېواد په ټولو روغتونونو کې د اړتیا وړ امکانات برابر شوي دي.

دغه‌راز، ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې له لمر وهلو څخه د مخنیوي لپاره یخ مایعات ډېر وڅښي، په سړو او مناسبو ځایونو کې دې پاتې شي او له کوره د وتلو پر مهال روښانه رنګ جامې واغوندي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازما  (FAO)په افغانستان کې په راتلونکو ورځو کې د هوا له سختې ګرمېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د روان کال د چنګاښ له ۱۰مې تر ۱۲مې په ټول افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپې د راتلو وړاندوینه شوې ده.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې به د هوا د تودوخې درجه په منځني ډول د سانټي‌ګراد ۲ تر ۱۰ درجې لوړه وي. د افغانستان په سوېلي، ختیځ او شمالي ولایتونو کې د هوا د تودوخې درجه به د سانټي‌ګراد له ۴۵ درجو لوړه شي.

سرچینې په یاد راپور کې د هوا د ګرمېدو له شدت څخه په راتلونکو ورځو کې اندېښنه څرګنده کړې او د ښاریانو لپاره یې ځینې سپارښتنې کړې وي.

د هوا ګرمېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنه؛ د لمر وهلو پېښې

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان هم په راتلونکو ورځو کې د هوا له سختې ګرمېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په دې کچه ګرمي نه وه تجربه کړې.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د هغو ارقامو له مخې چې له موږ سره شریک شوي، سږ کال د ګرمي وهلو او نورو موسمي ناروغیو پېښې ډېرې شوې؛ خو له نېکه‌ مرغه د هېواد په ټولو روغتونونو کې د درملنې مناسب امکانات برابر دي.»

خو ډاکټر شرافت د لمر وهلو او نورو موسمي ناروغیو مشخص ارقام وړاندې نه کړل.

نوموړي دغه‌راز څرګنده کړه: «د ورته ناروغیو د مخنیوي لپاره عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا ده، پر همدې اساس، د عامې روغتیا وزارت د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي او هڅه کوو چې د خلکو پوهای ډېر کړو څو د سختې ګرمۍ له بدو پایلو خوندي پاتې شي.»

ورته مهال، د کابل ښار د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ټرینر متخصص ډاکټر فریدالله عمري هم یاد روغتون ته د هوا ګرمېدو له امله پر ځینو ناروغیو د اخته کسانو شمېر له ډېرېدو خبر ورکوي.

هغه وویل چې د هوا په ګرمېدو سره پر انتاني په ځانګړي توګه نس‌ناستې او غذايي مسمومیتونو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د ورځې په اوسط ډول ۲۵ تر ۳۰کسان د ګرمي وهلو یا غذايي مسمومیت له امله یاد روغتون ته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه: «بېړنۍ څانګې ته د ناروغ له لېږد او د نښو له کتلو وروسته، د درملنې پړاو پیلېږي، که د ناروغ وضعیت نازک وي، بستریږي او که نازک نه وي، روغتیايي سپارښتنې ورته کېږي.»

په همدې حال کې، د کابل ښار په استقلال روغتون کې مؤظف ډاکټر عبدالله نذیر وايي: «په دې ورځو کې زموږ روغتون ته د لمر وهلو، ټیټ فشار، سردرد او خستګۍ علایم لرونکي ناروغانو مراجعه ډېره شوې او موږ هڅه کوو څو دلته ناروغانو ته مناسب روغتیايي امکانات برابر کړو.»

د ډاکټرانو سپارښتنې

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان له خلکو وغوښتل چې په کابل او نورو ګرمو ولایتونو کې د لمر وهلو د مخنیوي لپاره کافي مایعات وڅښي او د هیندواڼې په څېر مېوې وخوري.

دغه راز، ډاکټر فریدالله عمري هم سپارښتنه وکړه: «پر ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید شخصي حفظ الصحه مراعات شي، له پاکو اوبو او خوړو استفاده وشي، تاریخ‌تېر خواړه ونه کارول وشي او پر ساري ناروغیو اخته کسان دې له نورو سره له نږدې کېدو ډډه وکړي.»

هغه خبرداری ورکړ چې په سخته ګرمۍ کې روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه کېدای شي خطرناکې پایلې ولري.

په استقلال روغتون کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر روح‌الله ظهیر وايي چې په سخته ګرمۍ کې ښه ده چې خلک په سړو او مناسبو ځایونو کې پاتې شي یا له کوره د وتلو پر مهال روښانه رنګ جامې واغوندي او ډېر مایعات وڅښي.

هغه زیاته کړه چې د لمر وهلو پر وړاندې بې‌غوري کېدای شي د یوه کس د بې‌هوښۍ، جدي اختلالاتو او ان د مړینې لامل شي.

هغه وايي، ماشومان او لویان دواړه د لمر وهلو له ګواښ سره مخ دي؛ ځکه د نورو کسانو په نسبت یې د بدن مقاومت ټیټ وي.

دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د هوا ګرمېدو له امله د هېواد د ټولو سړو سیمو ښوونځي د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۱مې تر ۱۵مې رخصت دي او د چنګاښ په ۱۶مه به څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي.

د تودوخې درجې لوړېدل او پر کرنه یې منفي اغېز

د چاپېریال‌ساتنې کارپوه سیدمحمد سلیمان‌خېل هم وايي چې د تودوخې درجې ډېر لوړېدل نه یوازې د خاورې د رطوبت کچې کمېدو او وچېدو لامل کېږي، بلکې کېدای شي کرنیز محصولات هم د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه چې د ګرمۍ په فصل کې د کرنیزو محصولاتو خوندي ساتلو لپاره د اوبو د سرچینو ښه مدیریت ارښتناک رول لري، څو اوبه د کښتونو خړوبولو لپاره په عادلانه ډول تنظیم شي.

Views: 7

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi