د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ افغانستان ته له ایرانه د افغان کډوالو له بېسارې راستنېدو خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي څو هغوی ته د رسېدنې لپاره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) پرون مازدیګر (یکشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې پراخه راستنېدنه کولای شي د افغانستان بد وضعیت تر پخوا لا ډېر بېثباته کړي، په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزې او بېکاري د یادو کډوالو پر وړاندې له اساسي ستونزو دي.
سرچینې لیکلي: «د روان کال د مارچ له ۲۰مې راهیسې چې د ایران حکومت له لوري د ستنېدو ضربالاجل پلی شوی، څه باندې ۶۴۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۳۶۶ زره کسان جبري ایستل شوي دي.»
د یاد راپور له مخې، د راستنېدونکو تر ټولو لوړ رقم د جون په ۲۶مه ثبت شو؛ یوازې په دې ورځ شاوخوا ۳۶۱۰۰ افغانان راستانه شول. د جون له ۱۳مې تر اوسه د راستنېدونکو کسانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ استازي عرافات جمال په کابل کې وویل: «زه تازه د ایران او افغانستان په پوله کې وم، هغه ځای چې زرګونه افغانان په سختو شرایطو کې راګرځي، افغان کورنۍ یو ځل بیا بېځایه کېږي، له ډېرو کمو امکاناتو سره، ستړي، وږي او د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره، داسې هېواد ته راځي چې ډېرو یې ان هيڅکله لیدلی نه دی.»
هغه زیاته کړه، په ټوله کې څه باندې ۱،۲ میلیون افغانان په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه راګرځېدلي یا راستنېدو ته اړ شوي چې دې چارې د افغانستان دننه وضعیت لا خراب کړی دی.
جمال ویلي: «د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ یواېناېچسيار خبرداری ورکوي چې د نړۍوالو ملاتړ په کمېدو سره په افغانستان کې ناورین د پېچلي کېدو او لا سختېدو په حال کې دی.»
جمال زیاته کړه: «موږ باید ژر تر ژره اقدام وکړو، موږ په بېړنۍ توګه له نړۍوالې ټولنې غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، نه یوازې بېړنۍ مرستې، بلکه اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا ده؛ ځکه د دوامدار ادغام لپاره تمویل مهم دی څو د بېثباتۍ او بېځایه کېدو څخه مخنیوی وشي.»
نوموړی وايي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدل باید په داوطلبانه او خوندي ډول وي.
Views: 9