هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس او د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول مولوي احمدالله متقي وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال د ایران له پولې دغه ولایت ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ کې په دومره شمېر افغانان هېواد ته راستنېږي چې په وینا یې، د کډوالو د راګرځېدو لړۍ په عادي ډول جریان لري او د سلګونه نور افغانان هم هېواد ته د راتلو په حال کې دي.
مولوي متقي زیاتوي چې د پراخې بېرته راستنېدنې له امله د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون په اسلامکلا بندر کې د افغان کډوالو د هرکلي او خدمت لپاره ټول لازم امکانات برابر کړي دي.
د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسؤول وايي چې دوی ټولو کډوالو ته چې پرون او نن هېواد ته راګرځېدلي، لومړني خدمتونه لکه اوبه، خواړه او بېړنۍ رسېدنه برابر شوي او د راتلونکو کډوالو د هرکلي لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.
هغه دغهراز وویل چې د لومړنیو خدمتونو له وړاندې کولو وروسته کډوالو له ځانګړو ترانسپورټي وسایطو په استفادې بېلابېلو ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د هرات اسلامکلا بندر کې مسوولینو ویلي وو چې د ورځې څه باندې لس زره افغان کډوالو له ایرانه هېواد ته راستنېږي چې له دې ډلې ۷۰ سلنه یې په داوطلبانه ډول راځي او ۳۰ سلنه نور اجباري را ایستل کېږي.
Views: 4