د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۵مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغان زندانیان د چنګاښ په ۴مه د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک د کډوالو د لېږد امریت په حواله لیکلي: «یاد کسان د اوسېدو د قانوني اسناد درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر لسو ورځو یې بند تېر کړی دی.»
دغهراز زیاته شوې چې خوشي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ۵۶ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 6