د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړي سید روحالله موسوي د اسیا تلولۍ سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د مویتای نړۍوال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه ویډیو خپره کړې چې موسوي خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکوي.
سرچینې لیکلي: «د افغانستان لپاره تاریخ جوړ شو؛ سید روحالله موسوي د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد لپاره د مویتای د اسیا اتلولۍ لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه.»
یاد فدراسیون ویلي چې د موسوي او سیال ترمنځ سیالۍ یې په ۶۰ کیلوګرامه وزن کې ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ویتنام په کوربهتوب ترسره شوې چې د اسیا له ۴۰ هېوادونو څخه زرګونو لوبغاړو پهکې ګډون کړی و.
Views: 7