د راپورونو له مخې، په روسیه کې پر یوه مسافروړونکي رېلګاډي د پله نړېدو له امله اووه کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د روسیې دولتي اژانس ټاس لیکلي چې یاده پېښه د شپې مهال د روسیې د بریانسک ولایت په فیګونیچسکي سیمه کې شوې ده.
د بریانسک قوماندان الکساندر بوګومز ویلي چې په دې پېښه کې اووه کسان مړه او ۳۰ نور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د یوه ماشوم په ګډون د دوو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د روسیې د اوسپنې پټلۍ شرکت د یادې پېښې لامل «د لېږد رالېږد عملیاتو کې ناقانونه لاسوهنه» بللې چې پر رېلګاډي د پله نړېدو لامل شوې ده.
Views: 1