د راپورونو له مخې، روسیې او اوکراین د یوې هوکړې له مخې د یو او بل ۳۹۰ نظامي او ملکي بندیان ازاد کړي دي.
رویټرز تېره شپه ناوخته راپور ورکړی چې روسیې او اوکراین پرون د جمعې په ورځ د یو او بل ۳۹۰ بندیان ازاد کړي چې ۲۷۰ یې امنیتي ځواکونه او ۱۲۰ نور ملکي وګړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، تېره اونۍ روسي او اوکرایني چارواکو د سولې مذاکراتو په نوي پړاو کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.
راپور کې د روسیې د دفاع وزارت د مسوولینو له قوله لیکل شوي چې ازاد شوي روسان د رواني او روغتیايي درملنې په موخه بلاروس ته رسېدلي دي.
د یادونې ده، د نورو زندانیانو تبادله به نن او سبا یکشنبې ترسره شي.
Views: 4