د بېپولې خبریالانو سازمان خپل تازه راپور کې ویلي، روان کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او د ارزول شوو ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان ۲۰۲۵ کال کې د بیان ازادۍ د وضعیت په تړاو خپل راپور نن خپور کړ.
دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او له ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ دي.
په راپور کې ویل شوي، تېرو لسو کلونو کې سږ کال په لومړي ځل د بیان ازادۍ وضعیت اندېښمنونکی ښودل شوی او نړۍ کې رسنۍ په جدي ستونزو کې دي.
دغه راز، په راپور کې راغلي چې د امریکا، ارجنټاین او تانزانیا په ګډون د نړۍ په ډېری هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او د افغانستان ایران، میانمار، سوډان او اذربایجان په ګډون ۳۴ هېوادونو کې د مالي سرچینو نشتون ګڼ شمېر رسنۍ بندېدو او خبریالان یې د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.
راپور دا هم ښيي چې افغانستان د بیان ازادۍ د ارزونې شاخص «له ۱۸۰ هېوادونو ۱۷۵م ځای خپل کړی او دغه هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ګڼې رسنۍ تړلې شوې دي.»
په دې راپور کې غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو ته په اشارې ویل شوي چې اسرائیل د رسنیو دفترونه ویجاړوي او د جګړې له پیله تر دې دمه یې شاوخوا «۲۰۰ خبریالان وژلي» دي.
Views: 6